TOOSnews
اعلان
پزشکیان: امریکا او اسراییل فکر کاوه چې د ایران حکومت به په درې ورځو کې سقوط وکړي.
نړۍټوس نیوز

پزشکیان: امریکا او اسراییل فکر کاوه چې د ایران حکومت به په درې ورځو کې سقوط وکړي.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عاشورا د ماتم په مراسمو کې او د حسینی ویر کوونکو په منځ کې وویل چې متحده ایالات او اسرائیل فکر کاوه چې د ایران حکومت به په درې ورځو کې له منځه ولاړ شي، خو د هغه په وینا دا هدف عملي نه شو.

پزشکیان په خپلو خبرو کې وویل چې د ایران پوځ او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ترسره شوو بریدونو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه کړې او توانېدلي دي چې مقاومت وکړي.

د ایران ولسمشر همدارنګه د عاشورا د پېښې په یادولو سره وویل: «هغه څوک چې د حسین لاره تعقیبوي، د دښمنانو د بمونو او توغندیو پر وړاندې سر نه ټیټوي او هېڅکله به یې ټیټ نه کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران او مقابل لوري یې د روانې اونۍ په پیل کې په سویس کې د خپلو خبرو لومړی پړاو ترسره کړی دی.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې خبرو پایلې د خپل هېواد لپاره مثبتې ارزولي او ویلي یې دي چې مذاکراتو ایران ته د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.