TOOSnews
اعلان
پاپ لئو: نړۍ د لوږې پر ضد د مبارزې په پرتله د جګړو لپاره ډېر لګښت کوي.
نړۍټوس نیوز

پاپ لئو: نړۍ د لوږې پر ضد د مبارزې په پرتله د جګړو لپاره ډېر لګښت کوي.

۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاپ لئو د نړۍ د هېوادونو پر سیاسي لومړیتوبونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حکومتونه د جګړو او پوځي سیالیو لپاره ډېرې سرچینې او بودجې لګوي، په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې میلیونونه خلک له لوږې او د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

د کاتولیکانو نړیوال مشر د دوشنبې په ورځ د ایټالیا د پلازمېنې روم په ښار کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرکزي دفتر ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې د لوږې بحران لا هم پراخېږي، خو د مخنیوي لپاره یې په نړیواله کچه کافي پاملرنه او سرچینې نه ځانګړې کېږي.

پاپ لئو په خپلو خبرو کې وویل: «په عمل کې جګړو ته تر انسانانو ډېر خواړه او امکانات برابرېږي.» هغه ټینګار وکړ چې دا حالت یوازې د اداري ستونزو پایله نه ده، بلکې د نړۍ د هېوادونو په سیاسي او اخلاقي لومړیتوبونو کې د بنسټیز توازن د نه شتون څرګندونه کوي.

نوموړي کافي خوړو ته لاسرسی د بشري حقونو له اساسي حقونو څخه وباله او له حکومتونو یې وغوښتل چې د لوږې او خوارځواکۍ پر ضد مبارزه د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای کړي. هغه همدارنګه د بشردوستانه مرستو د بودجې د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خوړو مرستې باید د سیاسي او جیوپولیټیکي ملاحظاتو تر اغېز لاندې نه راځي.

د کاتولیکانو مشر ویلي چې د خوړو خوندیتوب یوازې یوه بشري مسئله نه ده، بلکې له نړیوال ثبات او امنیت سره مستقیمه اړیکه لري. د هغه په وینا، د لوږې او بېوزلۍ کمېدل کولی شي د بې‌ثباتۍ، جبري کډوالۍ او اوږدمهالو شخړو د رامنځته کېدو عوامل هم راکم کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوالو بنسټونو څو ځله د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، تېر کال شاوخوا ۲۶۶ میلیونه کسان په ۴۷ هېوادونو کې د خوړو لع شدیدې ناامنۍ سره مخ وو. جګړې، اقتصادي بحرانونه، اقلیمي بدلونونه او د خلکو پراخې بې‌ځایه کېدنې د دې بحران د زیاتېدو مهم عوامل بلل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام، چې د نړۍ تر ټولو لویه د خوړو مرستو اداره ګڼل کېږي، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۲۰ میلیونو څخه ډېرو خلکو ته په بېلابېلو هېوادونو کې مرستې رسولې دي. خو دې ادارې څو ځله خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مالي مرستو کمښت یې د مخ پر زیاتېدو بحرانونو پر وړاندې د اغېزمن ځواب ویلو وړتیا محدوده کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.