ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د درې ورځني اوربند اعلان شوی، ویلي دي چې د اوکراین جګړه «د پای په لور روانه ده».
پوتین د شنبې په ورځ، د غویي ۱۹ مه، د «د بریا ورځې» له مراسمو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زه فکر کوم دا جګړه د پای په لور روانه ده، خو لا هم یوه جدي موضوع پاتې ده.»
د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر په دې کنفرانس کې د اوکراین ځواکونو ته د «متجاوز ځواک» لقب ورکړی او ویلي یې دي چې هغوی د ناټو د موخو لپاره جګړه کوي.
پوتین زیاته کړې: «لویدیځ او ناټو د کیف ملاتړ په کولو سره د روسیې پر وړاندې جګړې پیل کړې وه. هغوی تمه درلوده چې مسکو به څو میاشتو کې مات شي او روسیه به ټوټې ټوټې شي، خو دا کار ونشو.»
هغه همداشان ویلي چې یوازې په هغه صورت کې حاضر دی د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په درېیم هېواد کې وویني چې د یوې احتمالي هوکړې زمینه برابره شوې وي او دغه لیدنه د خبرو اترو وروستی پړاو وي.
روسیې او اوکراین د امریکا د منځګړیتوب په مرسته د درې ورځني اوربند اعلان کړی دی. دغه اوربند د روسیې په «د بریا ورځې» مراسمو سره هممهاله پیل شوی، هغه ورځ چې هر کال د شوروي اتحاد د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د آلمان نازي پر وړاندې د بریا لمانځنه کېږي.
د اوربند سره سره، دواړو لوریو د تېرې ورځې راهیسې یو بل د تړون د ماتولو او ملکي وګړو د برید تور پورې کړی، که څه هم تر اوسه د پراخې جګړې کوم مهم راپور نه دی خپور شوی.
ډونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، چې په دې اوربند کې د منځګړي رول لري، په «ټروت سوشیال» ټولنیزه شبکه کې یې لیکلي: «هیله لرم چې دا د یوې اوږدې، مرګونې او ستونزمنې جګړې د پای پیل وي.»
هغه همدارنګه ویلي چې اوربند به د بندیانو د تبادلې سره مل وي. پلان شوی و چې په دې اوربند کې هر لوری«۱۰۰۰» بندیان تبادله کړي.
خو پوتین ویلي چې روسیې تر اوسه د اوکراین له لوري د بندیانو د تبادلې په اړه کوم رسمي وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








