د زابل ولایت لیکوال او ادیب، عصمت قانع، د کابل پوهنتون د استاد محمود مرحون هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو د ختیځ ولایتونو خلک ځکه تعلیم ته مخه کوي چې زراعتي ځمکې نه لري.
قانع د مرحون دغه نظر رد کړی او ویلي یې دي چې مشرقي سیمې اوس هم د خپلو زراعتي محصولاتو له امله د هېواد د سبزیجاتو او حبوباتو مهمه برخه برابروي. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «لوی سړی به وي، پروفیسر به یادېږي، خو داسې ناپړیته به درته وغږوي چې کولمې به دې شنې کړي. وه مرحونه! مشرقي اوس هم د زراعتي محصولاتو په وجه زموږ تر کروندو افغانستان ته ډېر سبزیجات او حبوبات ورکوي.»
نوموړي د افغانستان د جنوب لوېدیځې حوزې د زراعت او وچکالۍ ستونزو ته په اشارې ویلي چې د پراخو ځمکو سربېره د اوبو کمښت او وچکالۍ د کرنې سکتور سخت اغېزمن کړی دی. هغه لیکلي: «د کندهار کاریزونه راڅخه وچ شول، د ارزګان چینې بندې شوې او د زابل للمه راڅخه سوخړه شوه؛ پر دښتِ کربلا پراته یو.»
عصمت قانع د تعلیم او ځوانانو د وضعیت په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، که د ځمکو د حاصلاتو نشتوالی د تعلیم اساسي لامل وای، نو د جنوب او سویل لوېدیځو سیمو ځوانان به تر ټولو ډېر په پوهنتونونو کې وو. د هغه په وینا، د دغو سیمو ګڼ ځوانان اوس مهال له زده کړو لرې پاتې دي.
قانع د خپلې لیکنې په پای کې د ټولنې د اوسني وضعیت د رامنځته کېدو یو لامل «کاذب غرور او استخباراتي جادو» بللی او ادعا یې کړې چې د خلکو ذهنیتونه تر اغېز لاندې راوستل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








