ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو له ناراضه قوماندانانو څخه موسی کاکه، چې په بدخشان کې د جمعهخان فاتح له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي، د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۱مه، له نږدې دوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.
طالبانو موسی کاکه د غویي میاشتې په ۲۸مه، له څلورو نورو کسانو سره یوځای، د شکي ولسوالۍ کې نیولی و. دغه نیونه هغه مهال ترسره شوې وه چې طالبانو د شکي، نسي او شغنان ولسوالیو د سرو زرو د کانونو د کنټرول لپاره عملیات پیل کړي وو.
د موسی کاکه خوشې کېدل، یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې جمعهخان فاتح بېرته نسي ولسوالۍ ته ستون شو. فاتح، چې له څو اوونیو راهیسې یې د طالبانو له مشرتابه سره کړکېچ درلود، د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیحالدین فطرت په تضمین فیضآباد ښار ته ولاړ، له طالب چارواکو سره یې خبرې وکړې او وروسته بېرته نسي ولسوالۍ ته راستون شو.
د جمعهخان فاتح او د طالبانو د مشرتابه تر منځ اختلافونه د سیمهییزو چارواکو پر ټاکنو، د هغه د اړوندو ځواکونو د بېوسلې کولو هڅو او همدارنګه د بدخشان د سرو زرو پر کانونو د هغه د واک د محدودېدو له امله په وروستیو اوونیو کې نور هم زیات شوي وو.
د دغو کړکېچونو له امله، طالبانو د بدخشان له بهر څخه ګڼ شمېر خپل ځواکونه دې ولایت ته واستول. همدارنګه، د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی هم د اختلافاتو د مدیریت او حل لپاره بدخشان ته سفر کړی دی.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د موسی کاکه خوشې کېدل د جمعهخان فاتح او د طالبانو د پلاوي ترمنځ د وروستیو هوکړو او خبرو اترو برخه وه، که دا اقدام له دغو مذاکراتو څخه جلا ترسره شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








