د طالبانو له استخباراتو سره تړلو رسنیزو پاڼو د جمعې په ورځ یو نوی غږیز فایل خپور کړی چې ادعا کوي د بدخشان د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعهخان فاتح اړوند دی. دغو پاڼو ادعا کړې چې فاتح په دغه غږیز فایل کې د ازادۍ جبهې له یوه کس سره د مالي او وسلوالو مرستو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.
«حجاز نیوز»، چې د طالبانو له استخباراتو سره تړلې یوه تبلیغاتي پاڼه ده، دغه غږیز فایل یې د «له ازادۍ جبهې سره د جمعهخان فاتح د اړیکې افشا کول» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی. دې پاڼې ادعا کړې چې هغه کس چې له فاتح سره په خبرو کې دی، د ازادۍ جبهې له لوړپوړو غړو څخه دی.
د حجاز نیوز د ادعا له مخې، دغه کس د خبرو پر مهال له فاتح سره د مالي او وسلوالو مرستو ژمنه کوي. خو ازادۍ جبهې دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې خپره شوې خبرې له دې جبهې سره هېڅ تړاو نه لري.
د ازادۍ جبهې د رهبرۍ یوه غړي رسنیو ته ویلي چې له فاتح سره د خبرو کوونکي کس غږ د طالبانو د استخباراتو د یوه کارکوونکي دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه کس د «شاهین آسمایي» په مستعار نوم فعالیت کاوه او دنده یې دا وه چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او له طالبانو سره د مخالفو ډلو اړوند کسان وپېژني.
ازادۍ جبهې د دغه غږیز فایل خپرول «جعلي» او د طالبانو د استخباراتو له لوري د خپلو مخالفینو پر وړاندې د «رواني جګړې» یوه برخه بللې ده. دې جبهې همداراز ادعا کړې چې دغه فایل د دې لپاره جوړ شوی چې د جمعهخان فاتح او د دې مخالفې ډلې ترمنځ اړیکه وښيي.
خو د غږیز فایل اصالت او د هغه کس هویت چې له فاتح سره خبرې کوي، په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدای. همداراز روښانه نه ده چې دا خبرې څه وخت، چېرته او په کومو شرایطو کې ثبت شوي دي، او د دواړو لورو مطرح شوې ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدای.
لیکواله:سلیمه آریایي








