TOOSnews
اعلان
په اسلام قلعه کې د طالبانو له خوا د نړيوالو بنسټونو د کارکوونکو د نيول کېدو راپورونه خپاره شوي.
افغانستانټوس نیوز

په اسلام قلعه کې د طالبانو له خوا د نړيوالو بنسټونو د کارکوونکو د نيول کېدو راپورونه خپاره شوي.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینو په هرات کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د نړیوالو ادارو لږ تر لږه ۲۰ کارکوونکي او د ملګرو ملتونو همکاران له ایران سره په پوله د اسلام‌قلعې په صفري سیمه کې نیولي دي. د دغو سرچینو په وینا، د نیونې دلیل «لنډه ږیره» ښودل شوې ده.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د مهاجرت نړیوال سازمان پنځه کارکوونکي، د ادا یا د افغانستان د همکارۍ او پراختیا د روغتیايي مؤسسې څلور کارکوونکي، د روغتیا نړیوال سازمان کارکوونکي، د رازي د پراختیایي او ټولنیزې مؤسسې کارکوونکي، د افغانستان لپاره د کلیوالي بیا رغونې ټولنې کارکوونکي او د اس‌آی یا نړیوالې پیوستون دفتر یو شمېر کارکوونکي شامل دي.

دغو ادارو د افغانستان او ایران په پوله کې له ایران څخه د ایستل شویو مهاجرینو لپاره خدمات وړاندې کول، خو تر اوسه یې د خپلو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو مامورینو د نیولو پر مهال دغو کسانو ته ویلي: «موږ غواړو تاسو مسلمانان کړو، ځکه چې ښکاري تاسو د رښتینو مسلمانانو په څېر نه یاست.»

همدارنګه په هرات کې سرچینې ادعا کوي چې د ملا صبغت‌الله په نوم د طالبانو یو غړي په خپل سر څو ځله د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کارکوونکي ځورولي، سپکاوی یې کړی او ورسره یې بد چلند کړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د لنډې ږیرې له امله د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي نیول شوي وو، خو څو ساعته وروسته خوشې شوي وو. خو دا ځل ویل کېږي چې نیول شوي کسان له ۲۴ ساعتونو زیات په توقیف کې دي.

د منل شویو نړیوالو اصولو له مخې، دولتونه او واکمن چارواکي د ملګرو ملتونو دفترونو ته د بې اجازې داخلېدو یا د دغو ادارو د کارکوونکو د نیولو اجازه نه لري، په ځانګړي ډول د هغوی د دندې پر مهال.

د ملګرو ملتونو د معافیتونو او امتیازونو په کنوانسیون کې راغلي چې د دې سازمان تاسیسات له مصونیت څخه برخمن دي او شتمنۍ او اسناد یې د هر ډول تلاشي، ضبط یا اجرایي، اداري، قضایي او تقنیني مداخلې څخه خوندي دي. افغانستان له ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې د دې کنوانسیون غړی دی.

سرچینې چې له رسنیو سره خبرې کړي وایي، د دې ادارو دفترونو ته بې اجازې ننوتل یا د کارکوونکو نیول د نړیوالو مصونیتونو سرغړونه او د ملګرو ملتونو په رسمي فعالیتونو کې مداخله ګڼل کېدای شي.

دا پېښه داسې مهال راپور شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره اوونۍ په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.

په وروستۍ ناسته کې د امنیت شورا ډېری غړو د ملګرو ملتونو د ادارو د بې مداخلې فعالیت پر دوام ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د مرستو په وېش کې لاسوهنه ونه کړي او د دې ادارو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې ټینګار شوی چې طالبان باید د هغو نړیوالو بشري حقونو ژمنو ته ژمن پاتې شي چې افغانستان یې غړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.