ځايي سرچینو او رسنیو راپور ورکړی چې ۲۵ کلن صفیالله رسولي، له ۲۱ ورځو بند وروسته د هرات په زندان کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د هغه د کورنۍ د ادعا له مخې، نوموړی وروسته له هغه شکنجه شوی چې زندان ته د نشهيي توکو د لېږد په تور تورن شوی و، څو ترې اعتراف واخلي.
د صفیالله رسولي کورنۍ د چهارشنبې په ورځ، د غویي ۳۰مه، له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې د هغه جسد یې ترلاسه کړی دی. د کورنۍ د غړو په وینا، د هغه پر غاړه او د بدن پر ځینو برخو د شینوالی او د وهلو ښکاره نښې لیدل کېږي، چې د دوی په باور د تاوتریخوالي نښې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ځوان شاوخوا ۲۱ ورځې وړاندې د یوه موټرسایکل د مالکیت اړوند قضیې په تړاو نیول شوی و. د هغه کورنۍ وایي، صفیالله له خپلو ملګرو څخه یو موټرسایکل بې له رسمي اسنادو اخیستی و، خو وروسته بل کس د سند په وړاندې کولو سره د مالکیت ادعا کړې ده.
د صفیالله کورنۍ ادعا کوي چې د هغه تر مړینې وروسته، د طالبانو ځايي مسئولینو ورسره اړیکه نیولې او د مړینې لامل یې د زړه حمله بللې ده. خو د کورنۍ په وینا، یوه زنداني ورسره اړیکه نیولې او د دې پېښې بل ډول روایت یې وړاندې کړی دی.
په دغه روایت کې ادعا شوې چې صفیالله د پلټنو او شکنجې پر مهال مړ شوی او وروسته مأمورینو نورو بندیانو ته ګواښ کړی چې د دې پېښې په اړه له چا سره خبرې ونه کړي. سرچینې وایي، دا پېښه د دوشنبې په شپه، د غویي ۲۸مه، رامنځته شوې او هغه شاوخوا درې ساعته تر پلټنو لاندې و.
همداراز ویل شوي چې د پلټنو پر مهال، کله چې د هغه سر په پلاستیکي کڅوړه کې اچول شوی و، خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د صفیالله کورنۍ دا ادعا ردوي چې ګواکې هغه زندان ته نشهيي توکي انتقال کړي وي.
دغه کورنۍ، چې ویل کېږي صفیالله شاوخوا درې میاشتې وړاندې واده کړی و، د دې قضیې د جدي څېړنې او د عدالت د تامین غوښتنه کړې ده. تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








