د کابل د لوېدیځ د دشتبرچي سیمې د پلخشک یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د طالبانو ځواکونو د سړک جوړولو د بهیر پر مهال د هغوی کورونه او دوکانونه د رضایت او تاوان ورکولو پرته وران کړي دي.
دغو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ، د غویي په ۲۷مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا شخصي ملکیتونه وو، خو د سړکونو د بیارغونې او پراختیا په نوم، د زور له لارې او د مالکانو له موافقې پرته ویجاړ شوي دي. ځینو یې ادعا کړې چې په ځینو مواردو کې د طالبانو ځواکونه د شپې پر مهال سیمې ته ننوتلي او اوسېدونکي یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.
ځايي سرچینو هم ویلي چې د ویجاړیو ترڅنګ، اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له هر ډول اعتراض څخه ډډه وکړي؛ هغه موضوع چې د ښاري پروژو په برخه کې د شفاف بهیر او د خلکو د ګډون د نشتوالي په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
په همدې حال کې، ځینې اوسېدونکي وایي که څه هم په کابل کې د زیربناوو پراختیا ضروري ده، خو د شخصي ملکیتونو ورانول پرته له تاوان ورکولو، د هغوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
له بلې خوا، ځینې ځايي سرچینې تاییدوي چې په وروستیو ورځو کې د دشتبرچي په ځینو برخو کې د سړک جوړونې چارې چټکې شوي دي، او د دې بهیر په پایله کې د سړک دواړو غاړو ته لسګونه دوکانونه او کورونه وران شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې د دې بهیر دوام، د دوړو او چاپېریالي ستونزو ترڅنګ، د سیمې د خلکو نارضایتي نوره هم زیاته کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








