TOOSnews
اعلان
مقاومت جبهه: حسيب پنجشيرى به تېرو پنځو كلونو كې له افغانستان څخه نه و وتلى.
افغانستانټوس نیوز

مقاومت جبهه: حسيب پنجشيرى به تېرو پنځو كلونو كې له افغانستان څخه نه و وتلى.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني وايي، د دې جبهې قوماندان حسیب پنجشیری چې د طالبانو په یوه کمین کې په شمالي سالنګ کې ووژل شو، په تېرو پنځو کلونو کې هېڅکله له افغانستان څخه نه و وتلی.

عبدالله خنجاني د جمعې په ورځ وویل، حسیب پنجشیری په دې موده کې د هندوکش د غرونو دواړو غاړو ته په بېلابېلو سیمو کې تګ راتګ کاوه. د نوموړي په وینا، هغه کله ناکله د چټک تګ راتګ لپاره له غرنیو لارو او ځینې وخت له عمومي سړکونو څخه کار اخیست.

خنجاني زیاته کړه چې حسیب پنجشیری په پرله‌پسې توګه د هندوکش له غرنیو سیمو څخه انځورونه خپرول او د مقاومت جبهې د ویاند په وینا، دغو انځورونو په افغانستان کې د هغه د حضور ښکارندويي کوله.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم تایید کړې چې حسیب پنجشیری، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د شمالي سالنګ له لارې د تېرېدو پر مهال وژل شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.