د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفه د مقاومت ملي جبهه وايي، طالبان د مقاومت د بدنامولو او د خلکو په منځ کې د هغې د باور د کمزوري کولو لپاره پراخ رواني او هویتي کمپاین پیل کړی دی.
جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبان د ښځو له نومونو، سایبري شبکو، ډیجیټلي بټونو او ځینو متعصبو کړیو په مرسته هڅه کوي د مقاومت څېره بدنامه کړي.
د مقاومت ملي جبهې دغه کمپاین یوه «څو پوړیزه استخباراتي پروژه» بللې او ادعا یې کړې چې د پراخو مالي سرچینو او بهرنیو مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې تمویلېږي.
جبهې د خپلو ادعاوو د ملاتړ لپاره مشخص اسناد یا شواهد نه دي وړاندې کړي او له افغانانو یې غوښتي چې د هغې په وینا، د طالبانو د «رواني جګړې» پر وړاندې هوښیار واوسي.
طالبانو تر اوسه د مقاومت ملي جبهې د دغو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








