TOOSnews
اعلان
رويټرز: اسراييل او حزب اللّه د اوربند وروستۍ هوكړې ته رسېدلي.
نړۍټوس نیوز

رويټرز: اسراييل او حزب اللّه د اوربند وروستۍ هوكړې ته رسېدلي.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رویټرز د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې اسراییل او حزب‌الله د اوربند پر یوې نوې هوکړې سلا شوي دي، چې ټاکل شوې و چې د جمعې په ورځ د ځایي وخت له مخې د مازدیګر په څلورو بجو عملي شي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ د اوربند وروستۍ هوکړه نهایی شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا او قطر منځګړو، د ایران په همکارۍ، د دې هوکړې په رامنځته کولو او د مذاکراتو د زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د وروستیو نښتو وروسته دواړه لوري اوس د اوربند حالت ته داخل شوي، او د تاوتریخوالي د کمېدو تمه شته.

لیکوال:سعد سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.