TOOSnews
اعلان
صالح: د طالبانو اعلاميې او د پاكستان دریځونه بې له څېړنې د منلو نه دي.
افغانستانټوس نیوز

صالح: د طالبانو اعلاميې او د پاكستان دریځونه بې له څېړنې د منلو نه دي.

۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې اېکس‌پاڼې د افغانستان د روان بحران په تړاو د مطرح کېدونکو دیپلوماټیکو او سیاسي بیانونو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان په خبرو پټې سترګې باور کول د تحلیل لاره غلطوي.

امرالله صالح لیکلي، کله چې پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه څه وایي، په کار ده چې په درېیو خپلواکو سرچینو یې وپلټئ او بیا هم په پوره توګه شکمن پاتې شئ.

د هغه په وینا، کله چې طالبان کومه رسمي اعلامیه خپروي، باید په لومړي سر کې د یو بشپړ درواغ په توګه چلند ورسره وشي او بیا هڅه وشي ترڅو وپلټل شي چې ایا نیمایي برخه یې رښتیا ده که نه.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د روانو پېښو په ارزونه کې دا ډول سخت او پر شک ولاړ چلند به د هېواد د بحران په تړاو سیاسي شنونکو او تحلیلګرانو ته لا ډېره روښانتیا او د فکر صفایي ور په برخه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.