د متحدې جبهې مشر جنرال سمېع سادات وایي، له طالبانو سره د سیاسي مبارزې پړاو پای ته رسېدلی او اوس د ده په وینا، د استبدادي نظام د نسکورولو لپاره وسلهواله مبارزه پیل شوې ده.
سادات له یوې امریکایي پوځي خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې متحدې جبهې د «محارب» په نوم نوي عملیات پیل کړي او ادعا یې کړې چې په قندهار، هلمند او بادغیس ولایتونو کې یې پر طالب ځواکونو بریدونه ترسره کړي دي.
هغه د کابل د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې، د طالبانو له واکه تر لرې کېدو وروسته د یوه انتقالي حکومت د جوړېدو طرحه هم وړاندې کړې ده.
تر اوسه طالبانو د سمېع سادات د دغو څرګندونو او ادعا شویو عملیاتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








