د افغانستان متحدې جبهې، چې د سمېع سادات په مشرۍ فعالیت کوي، د طالبانو پر ضد د خپلو پوځي عملیاتو د رسمي پیل خبر ورکړی دی. سادات، چې د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ له قوماندانانو څخه و او اوس په متحده ایالاتو کې اوسېږي، د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، د یوه ویډیويي پیغام له لارې دا موضوع اعلان کړه.
هغه وویل چې دغه جبهه د ۲۰۰۴ میلادي کال د لویې جرګې له خوا د تصویب شوي اساسي قانون د پلي کېدو او د افغانستان د درې رنګه بیرغ تر سیوري لاندې مبارزه کوي. د هغه په وینا، د دې جبهې هدف د جمهوریت د دورې د اساسي قانون پر بنسټ د نظام بېرته راوستل او داسې جوړښت رامنځته کول دي چې ولسمشر پکې د ټاکنو له لارې وټاکل شي.
سادات د جمهوریت د دورې د اساسي قانون مادو ته په اشاره وویل چې په هغه کې د ښځو او نارینهوو د حقونو پر برابرۍ، د هر ډول تبعیض او تعصب پر منع، د بیان ازادۍ، او د ښځو د زدهکړې، کار او سیاسي ګډون د حق پر رسمیت پېژندلو ټینګار شوی دی. هغه دا اصول د افغانستان متحدې جبهې له مهمو موخو څخه وبلل.
د افغانستان د متحدې جبهې مشر همداراز وویل چې د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې له طالبانو سره د تعامل لپاره سیاسي او مدني هڅو کومه پایله نه ده ورکړې. د هغه په وینا، طالبان د زور له لارې واک ته رسېدلي او له همدې امله له دې ډلې سره سیاسي خبرې اترې اغېزمن حل نه شي کېدای.
سادات اعلان وکړ چې د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونه به له دې وروسته د طالبانو غړي، قوماندانان او اډې د پوځي بریدونو هدف وګرځوي. هغه طالبان د افغانستان پر وګړو د فشار زیاتولو، نیونو، ځورونو او وژنو تورن کړل او ویې ویل چې دغه اقدامات د دې جبهې له نظره د وسلهوالې مبارزې دوام توجیه کوي.
د افغانستان متحده جبهه په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د امریکا متحده ایالاتو په ویرجینیا ایالت کې جوړه شوې ده. دغه جبهې درې کاله وروسته، د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۰مه، د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد د خپلو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړ.
دې جبهې ادعا کړې چې لومړی برید یې د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۸مه، د کندهار ـ سپین بولدک پر لویه لار په کندهار ولایت کې ترسره کړی دی. که څه هم د دې عملیاتو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي، خو د جبهې له خوا خپره شوې ویډیو کې دوه کسان پر ځمکه پراته ښکاري او د یوه کس تر څنګ وسله هم لیدل کېږي.
افغانستان متحدې جبهې همداراز ادعا کړې چې د شنبې په ماښام یې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د لښکري بازار په سیمه کې پر طالب ځواکونو برید کړی دی. په خپره شوې ویډیو کې د ډزو غږ اورېدل کېږي او یو کس هم د کامرې مخې ته په نږدې واټن کې پر ځمکه لوېږي.
یادې جبهې د یکشنبې په سهار هم اعلان وکړ چې په بادغیس ولایت کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي دي؛ هغه کسان چې د دې ډلې په وینا، د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د سرتېرو په شکنجه کې یې رول درلود. خو د برید د وخت او دقیق ځای په اړه جزیات نه دي وړاندې شوي او یوازې د دوو پر ځمکه پرتو کسانو او یوه چپه شوي موټرسایکل انځور خپور شوی دی.
په مقابل کې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه ادعاوې رد کړي دي. هغه په یوه انلاین خبري ناسته کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د افغانستان متحده جبهه یوازې په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړې توګه فېسبوک، کې فعالیت لري او د دې ډلې د بریدونو ادعاوې حقیقت نه لري.
تر اوسه د افغانستان متحدې جبهې او طالبانو له خوا د دغو بریدونو په اړه مطرح شوې ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








