په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د تېرو څو لسیزو جګړو او امنیتي تحولاتو له امله د افغانستان او پاکستان امنیتي محاسبې له یو بل سره ژورې تړلې دي.
شکېب په اسلاماباد کې د پاکستان په ملي دفاع پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان او پاکستان یوازې ګاونډي هېوادونه نه دي، بلکې د جغرافیې، اقتصاد، ټولنیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د خلکو د تګراتګ له لارې له یو بل سره ژورې اړیکې لري.
د نوموړي په وینا، په دواړو هېوادونو کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونه په مستقیم ډول پر یو بل اغېز کوي. هغه ټینګار کړی چې دغه متقابل تړاو باید د کړکېچ پر ځای د ثبات، امنیت او ګډو اقتصادي ګټو لپاره وکارول شي.
د طالبانو سفیر له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه له پخوانیو برداشتونو تېر شي او د دغه هېواد اوسنی وضعیت د نننیو واقعیتونو له مخې وارزوي. هغه ویلي، له ۲۰۲۱ کال وروسته په کابل کې «یو نوی سیاسي واقعیت» رامنځته شوی او اوسنی افغانستان د سړې جګړې، د ۱۹۹۰مې لسیزې او یا له ۲۰۰۱ کال وروسته د بهرنیو پوځي او سیاسي نفوذ د دورې افغانستان نه دی.
شکېب ویلي، افغانستان نه غواړي خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي؛ خو په ورته وخت کې نه شي منلی چې د پاکستان امنیتي اندېښنې دې پر افغان خاوره د پوځي اقدام لپاره د توجیه په توګه وکارول شي.
هغه زیاته کړې، که پاکستان له افغانستانه د خپلو ځانګړو امنیتي اندېښنو په اړه د همکارۍ تمه لري، افغانستان هم غواړي چې خپلې امنیتي اندېښنې له پاکستان سره په مستقیم ډول مطرح او پرې خبرې وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








