د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي، له اروپایي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند په رسمي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژني.
صدیقي د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې اروپایي هېوادونه باید د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو روان محدودیتونه او ظلمونه په کلکه وغندي او د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي.
نوموړي همداراز د طالبانو له لوري د بهرنیو وګړو نیول او د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره ترې د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل د «یرغمل نیونې دیپلوماسي» بللې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید دا ډول کړنې رد کړي او بېځوابه یې پرېنږدي.
د هغه په وینا، د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند لګول شوي محدودیتونه د بشري حقونو ښکاره نقض او یو سیستماتیک تبعیضي چلند دی. صدیقي له اروپایي ټولنې غوښتي چې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې عملي او پرېکنده دریځ خپل کړي او د امتیاز غوښتنې مخه ونیسي.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ګڼو ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه لا هم پر ځای دي، او د ښځو د حقونو کورنیو او نړیوالو فعالانو څو ځله د دغو تګلارو د «جنسیتي اپارتاید» په توګه د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








