TOOSnews
اعلان
په خېبر پښتونخوا کې د دوو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
نړۍټوس نیوز

په خېبر پښتونخوا کې د دوو ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ په سیمه کې د دوو هم‌مهالو ځانمرګو بریدونو له امله یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه پېښه په یوه ګڼه‌ګوڼه او پر تګ راتګ ډکه سیمه کې رامنځته شوې چې په ایالت کې یې د امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړي دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) پورې تړلو بریدګرو یو ملکي موټر او یوه امبولانس په نښه کړي دي. ویل کېږي چې دواړه بریدونه په لنډ وخت کې او نږدې په یوه وخت ترسره شوي دي.

د دې پېښې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال هم شته.

ځايي سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې له چاودنو وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د پلټنې،د سیمې د پاکولو او امنیت د ټینګښت عملیات یې پیل کړي دي، څو وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.

تر اوسه کومې ډلې په رسمي ډول د دغو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی، خو رسنیو اټکل کړی چې دا پېښه ښايي په سیمه کې له فعالو وسله‌والو ډلو سره تړاو ولري. بنو ولسوالۍ په وروستیو کلونو کې څو ځله د ورته بریدونو شاهده پاتې شوې او دې نوې پېښې یو ځل بیا د خیبرپښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.