د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم، په تلویحي ډول د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر خالد حنفي وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان تر هر څه وړاندې داخلي یووالي او له نړۍ سره د رغنده تعامل اړتیا لري.
شفیع اعظم د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، افغانستان له اوږدو کورنیو او بهرنیو جګړو تازه راوتلی او د یوه ټپي ملت په څېر دی. د هغه په وینا، د خلکو ارامول، د فقر کمول او د ولس د زړونو ګټل د چارواکو او هر پوه کس دیني او ملي مسؤلیت دی. هغه همداراز ټینګار کړی چې هېواد باید د سیمې او نړۍ له شته ستونزو او شخړو خوندي وساتل شي.
که څه هم شفیع اعظم د خالد حنفي نوم په مستقیم ډول نه دی یاد کړی، خو د هغه څرګندونې د امربالمعروف وزیر هغو خبرو ته اشاره ګڼل کېږي چې په ازبکستان کې یې د اسلام د وضعیت په اړه کړې وې. خالد حنفي ویلي وو چې په ازبکستان کې «د اسلام یوازې نوم پاتې دی» او ادعا یې کړې وه چې په سمرقند، بخارا او ترمذ کې د دیني احکامو د نه پلي کېدو له امله اسلام یوازې د خلکو پر ژبو پاتې دی.
ازبکستان تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. په همدې حال کې، شفیع اعظم ټینګار کړی چې د افغانستان اوسني شرایط داخلي یووالي، د خلکو ترمنځ د باور پیاوړتیا او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه کېدو ته اړتیا لري. د شنونکو په باور، دا څرګندونې د طالبانو په حکومت کې د بهرني سیاست او ځینو داخلي تګلارو په اړه د نظر د اختلافونو نښه بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








