د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د «اسلاماباد تفاهملیک» د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا په برېښنايي بڼه لاسلیک شوی او پاکستان یې د منځګړي هېواد په توګه تایید شوی دی.
شهباز شریف ویلي، دغه تفاهملیک د تهران او واشنګټن ترمنځ د شخړې د دیپلوماټیک حل لپاره جوړ شوی او د لاسلیک له شېبې څخه نافذ او عملي بلل کېږي.
د نوموړي په وینا، د هوکړې له مخې به ایران د هرمز تنګی بېرته پرانیزي، او امریکا به پر ایران لګېدلې سمندري محاصره پای ته ورسوي.
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې د دغه تفاهملیک د رسمي لاسلیک مراسم به د جون په ۱۹مه نېټه په سویس کې د پاکستان په کوربهتوب او د قطر په ملاتړ ترسره شي. نوموړي ویلي، د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي مذاکرات به هم له همدې نېټې پیل شي.
شهباز شریف د ایران، امریکا، قطر، سعودي عربستان، ترکیې، مصر او د پاکستان د پوځ له لوړپوړو چارواکو څخه د دې تفاهملیک د رامنځته کېدو په برخه کې د هغوی د همکارۍ او رول له امله مننه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








