TOOSnews
اعلان
په سپینه ماڼۍ کې ډزې؛ وسله‌وال کس د امنیتي ځواکونو له لوري هدف وګرځېد.
نړۍټوس نیوز

په سپینه ماڼۍ کې ډزې؛ وسله‌وال کس د امنیتي ځواکونو له لوري هدف وګرځېد.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحده ایالاتو د مخفي خدمتونو ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ادارې مامورینو د سپینې ماڼۍ ته نږدې کې له یوه مشکوک وسله‌وال شخص سره مخامخ شوي دي. د ادارې د معلوماتو له مخې، یاد شخص وروسته له دې چې پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې او د تېښتې هڅه یې وکړه، د مامورینو له لوري وویشتل شو.

دغه پېښه د دې لامل شوه چې سپینه ماڼۍ د لنډې مودې لپاره په قرنطینه کې واچول شي. امنیتي چارواکو وویل چې د دې اقدام هدف د سیمې امنیت تأمین او د وضعیت ارزونه وه.

مټیو کوئین په یوه خبري ناسته کې وویل چې مامورینو چې د سپینې ماڼۍ په بهرنۍ ساحه کې ګزمې کولې، یو شخص یې و پېژاند چې «مشکوک ښکاره کېده او ظاهراً یې وسله درلوده».

کوئین زیاته کړه چې یاد شخص د مامورینو د نږدې کېدو وروسته لنډ مهال په پښو تېښته وکړه او بیا یې پر هغوی ډزې وکړې. هغه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو هم په ځواب کې پر مظنون کس ډزې وکړې او هغه وروسته له ټپي کېدو روغتون ته لېږدول شوی.

کوئین همدارنګه وویل چې د جی ‌ډي ونس کاروان لږ وړاندې له پېښې تېر شوی وو، خو داسې کوم ثبوت نشته چې مظنون کس غوښتل دې کاروان ته نږدې شي.

هغه په دوام کې وویل چې یو تېرېدونکی ځوان هم د مظنون کس په ډزو ټپي شوی، خو ټپونه یې خطرناک نه دي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

امنیتي چارواکو اعلان کړی چې په واشنګټن ډي سي کې مامورین په وروستیو ورځو کې، د تېرې میاشتې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ډوډۍ په مراسمو کې د ډزو له پېښې وروسته، په بشپړ چمتووالي کې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.