د ننګرهار ولایت ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ځواکونو د کامې ولسوالۍ په یوه واده چاپه وهلې او د موسیقۍ د غږولو په تور یې ۱۴ کسان نیولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د چهارشنبې په ماښام، د چنګاښ ۱۷مه، د کامې ولسوالۍ د دارګلي په کلي کې رامنځته شوې ده. سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورین له مخکېنۍ خبرتیا پرته د واده مراسمو ته ننوتلي او د کوربه د کورنۍ غړي، خپلوان او ګاونډیان،ټولټال ۱۴ کسان یې نیولي.
سرچینې همدارنګه ادعا کوي چې د دې چاپې له امله د واده مراسم نیمګړي او ګډوډ شوي. د دوی په وینا، د ناوې او زوم نکاح نن ترسره شوې ده.
طالبانو تر اوسه د نیول شویو کسانو د برخلیک، د هغوی د نیولو د کره دلیل او یا هم د لګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا نیونې په داسې حال کې شوي دي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې د موسیقۍ غږول، اورېدل او غږول منع اعلان شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ودونو او نورو خوښیو په مراسمو د طالبانو د ځواکونو د چاپو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د دغو راپورونو له مخې، په یو شمېر مواردو کې د مراسمو جوړوونکي او موسیقي غږوونکي نیول شوي او د موسیقۍ وسایل او غږیز تجهیزات هم ضبط یا له منځه وړل شوي دي.
په همدې حال کې، فرهنګي فعالانو او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو پر موسیقۍ او فرهنګي مراسمو لګېدلي محدودیتونه په افغانستان کې د فرهنګي او ټولنیزو ازادیو د پراخو محدودیتونو برخه بللې ده. طالبان بیا وایي چې دا اقدامات د خپلو قوانینو او مقرراتو د پلي کولو په چوکاټ کې ترسره کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








