طالبانو یحیی عنابي منبر ته له ختلو او د جمعې د لمانځه د خطبو له ویلو منع کړی دی.
یحیی عنابي ته نږدې سرچینې، چې په پنجشېر ولایت کې د عنابې جامع جومات خطیب دی، وایي چې طالبانو هغه د جمعې د لمانځه پر مهال له خطبې ویلو، تبلیغ او د دغه جومات منبر ته له ختلو منع کړی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو یحیی عنابي ته خبرداری ورکړی چې که بیا منبر ته وخېژي، نو وبه نیول شي. سرچینې وایي چې دغه خبرداری په مستقیم ډول هغه ته ورکړل شوی دی.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم تاییدوي چې یحیی عنابي په تېرو څو اوونیو کې د عنابې جامع جومات د جمعې د لمانځه پر مهال منبر ته نه دی ختلی او د جمعې خطبې یې نه دي ویلي.
یحیی عنابي له هغو پېژندل شویو او جنجالي خطیبانو څخه دی چې په تېرو وختونو کې یې د طالبانو د یو شمېر سیاستونو او اقداماتو، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو، ملاتړ کړی دی.
خو عنابي په ځینو مواردو کې د طالبانو پر سیاستونو او کړنو نیوکې هم کړي دي. د هغه څرګندونو او دریځونو په وروستیو کلونو کې په ځینو مواردو کې د خلکو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
عنابي تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو له لوري په موقتي توګه نیول شوی و. په وروستي مورد کې، د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د هغه د نیول کېدو په اړه راپورونه خپاره شول.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د یحیی عنابي منبر ته له ختلو او د جمعې د لمانځه د خطبو له ویلو د منع کېدو او همدارنګه د هغه د احتمالي نیول کېدو په اړه د استخباراتو د خبرداري په تړاو کوم وضاحت نه دی ورکړی.
لیکواله:سلیمه آریايي








