د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت عمومي رییس، محمد معصوم ستانکزي، ویلي چې د طالبانو د مشروعیت بحران او له خپلو ژمنو سرغړونو افغانستان د سیمې د استخباراتي سیالیو پر مهم ډګر بدل کړی دی.
ستانکزي په یوه ویبینار کې د افغانستان پر وضعیت د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو اغېز ته په اشارې ویلي، چې د امریکا په ستراتېژۍ کې بدلون، د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د امنیتي هڅو پراختیا او د هند او پاکستان ترمنځ سیالي د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د دغو عواملو یوځای کېدو افغانستان د سیمهییزو استخباراتي سیالیو پر مهم څلورلاري بدل کړی دی.
دغه ویبینار د کابل او کندهار ته د ترکیې او قطر د استخباراتي او امنیتي چارواکو د سفرونو د ارزونې په موخه جوړ شوی و. بلخوا، د طالبانو منتقدان اندېښنه لري چې د دوی د مشروعیت نشتوالی افغانستان د بهرنیو استخباراتي ادارو د نیابتي سیالیو ډګر بدلولای شي؛ خو طالبان ادعا کوي چې خپلواک او متوازن بهرنی سیاست لري.
لیکوال:سعید سمیر








