TOOSnews
اعلان
ثريا دليل: د حسيب پنجشيري تر تولو غوره درناوى د هفه د مبارزې دوام دى.
افغانستانټوس نیوز

ثريا دليل: د حسيب پنجشيري تر تولو غوره درناوى د هفه د مبارزې دوام دى.

۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل د حسیب پنجشیري د وژل کېدو په تړاو ویلي، چې د هغه تر ټولو غوره درناوی دا دی چې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره یې مبارزه روانه وساتل شي.

ثریا دلیل د جمعې په ورځ د زمري په ۳۰مه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د حسیب پنجشیري لاره د تبعیض، ظلم او ځپنې پر وړاندې د درېدو او مبارزې لاره وه.

حسیب، چې د مقاومت جبهې د یوه قوماندان په توګه د «حسیب قوای مرکز» په نوم مشهور و، د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۹مه د پروان په سالنګ کې د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی او یو شمېر ملګري یې نیول شوي دي.

دلیل د هغه له ملګرو او هم‌سنګرانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې د حسیب او نورو قربانیانو سرښندنې به د افغانستان د راتلونکي لپاره په یوه تلپاتې میراث بدلې شي؛ داسې افغانستان چې په وینا یې باعزته، سوکاله او له سولې برخمن وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره هممهاله سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې دوام لري او د طالبانو پر ضد د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیتونو راپورونه هم خپرېږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې هم په بدخشان کې د طالبانو پر پوستو او مرکزونو د خپلو بریدونو د زیاتېدو ادعا کړې او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو پر مهال یې د طالبانو یو شمېر پوستې نیولي او له ۲۰ څخه د زیاتو طالب ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.