TOOSnews
اعلان
د سویس د بهرنیو چارو وزارت: د ایران او امریکا ترمنځ پلان شوي مذاکرات ځنډول شوي دي.
نړۍټوس نیوز

د سویس د بهرنیو چارو وزارت: د ایران او امریکا ترمنځ پلان شوي مذاکرات ځنډول شوي دي.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ هغه پلان شوي مذاکرات چې ټاکل شوې وه چې جمعه د(غبرګولي ۲۹مه)د دې هېواد په مرکزي برخه کې د «بورګن‌اشتوک» په ساحلي استوګنځي کې ترسره شي، ځنډول شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې سویس لا هم چمتو دی د دغو مذاکراتو د اسانتیاوو برابرولو ته دوام ورکړي او د بورګن‌اشتوک کې د دې ناستو لپاره لومړني چمتووالی لا هم روان دی.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه نشي کولی د دې موضوع په اړه نور معلومات وړاندې کړي.

دا اعلامیه له هغې وروسته خپره شوې چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس پلان شوی سفر سویس ته له ایران سره د خبرو لپاره لغوه شو.

پلان دا و چې د جمعې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ یو تفاهم‌لیک په حضوري ډول په سویس کې لاسلیک شي او وروسته به د هغه د عملي کولو لپاره مذاکرات پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا تفاهم‌لیک د چهارشنبې په ورځ په برېښنايي ډول لاسلیک کړی و.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د سویس مذاکرات ولې وځنډول شول، خو رویټرز خبري اژانس لیکلي چې ایران وروسته له هغې چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو دا تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، د حضوري لاسلیک اړتیا یې «غیرضروري» بللې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.