TOOSnews
اعلان
تاجیکستان وایي چې افغان ښاریان یې «له قوانینو د جدي سرغړونې» له امله له دې هېواد څخه ایستلي دي.
نړۍټوس نیوز

تاجیکستان وایي چې افغان ښاریان یې «له قوانینو د جدي سرغړونې» له امله له دې هېواد څخه ایستلي دي.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د تاجیکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي چې ځینې افغان کډوال، سره له دې چې «اقامت، کار، زده کړې او آرامه ژوند» لري، په جدي ډول یې د دې هېواد قوانین مات کړي دي.

د دې ادارې د ادعا له مخې، دوی د «نشیي توکو قاچاق، ترهګرو ډلو سره غړیتوب، پر ماشومانو جنسي تېری، د قمارخونو او جعلي اسناد جوړولو» له امله اخراج شوي دي.

د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د یکشنبې په ورځ د محمد حکیم تورسن، د افغانستان د پخوانیو ولسمشریزو ټاکنو کاندید، د غوښتنې په ځواب کې د ځینو افغان اتباعو د اخراج دلیلونه روښانه کړل.

د تاجیکستان«خاور» دولتي خبري اژانس د دې بیانیې په خپرولو سره راپور ورکړی چې تاجیک چارواکو ټینګار کړی چې په اوس وخت کې په دې هېواد کې لسګونه زره افغان اتباع په قانوني توګه ژوند کوي او کار کوي، او هغوی ته د اقامت او کار کولو مناسب شرایط برابر شوي دي.

خو دغې امنیتي ادارې ویلي چې ځینې کسان د «جدي جرمونو» له امله نیول شوي او له هېواد څخه ایستل شوي دي.

په دې بیانیه کې شمېرې وړاندې شوي، چې پکې شامل دي: ۶۷۰ قضیې د نشه يي توکو د قاچاق، ۳۲ قضیې د ترهګرو ډلو د غړیتوب، ۱۵ قضیې د ماشومانو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی، ۵۹۴ قضیې د پناه غوښتنې لپاره جعلي اسناد کارول، او ۴۵ قضیې د قمارخونو جوړولو سره تړاو لري، چې د افغان اتباعو له خوا په تاجیکستان کې ترسره شوي دي.

دغې امنیتي ادارې ټینګار کړی چې «دغه ډول جنایي عملونه او ګواښوونکي چلندونه د هېواد امنیت په مستقیم ډول خطر کې اچوي.»

د ۱۴۰۵ کال د غویي ۱۵ مه،سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې تاجیکستان ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له دې هېواد څخه ایستلي دي. د پناه غوښتونکو په وینا، دوی ته د خپلو توکو او شتمنیو د راټولولو کافي فرصت نه دی ورکړل شوی او د هغوی یو شمېر مالونه په دې هېواد کې پاتې شوي دي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.