TOOSnews
اعلان
طالبان: كندهار کې ۵۰۰ كيلويي بم په خوندي ډول شڼډ شو.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: كندهار کې ۵۰۰ كيلويي بم په خوندي ډول شڼډ شو.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هېلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د کندهار ولایت د شاولي‌کوټ ولسوالۍ په ویاند کلي کې له تېرو جګړو پاتې شوی یو ۵۰۰ کیلویي بم کشف او په خوندي ډول شڼډ کړی دی.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېلوټرسټ د چټک غبرګون ټیم دغه اېف‌اې‌بي (FAB-500) بم موندلی او له سیمې څخه یې د خوندي کولو وروسته شنډ کړی دی.

یادې ادارې له خلکو غوښتي، که له هر ډول ماین، ناچاوده یا شکمنو چاودېدونکو توکو سره مخ شي، له ورنږدې کېدو او لاس وهلو دې ډډه وکړي او ژر دې اړوندو امنیتي او مسوولو ادارو ته خبر ورکړي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په همدې موده کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ ۲۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې، خو لا هم ۱۰۱۹ کیلومتره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو مهماتو له ککړتیا سره مخ ده او پاکولو ته اړتیا لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.