طالبانو اعلان کړی چې په پنجشېر ولایت کې د ۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې بشپړې شوي او ګټه اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲مه، راپور ورکړی چې دغه روغتیايي مرکز د دې ولایت د حصه اول ولسوالۍ په جرویش کلي کې په یوه پوړ کې جوړ شوی او شپږ خونې لري.
د راپور له مخې، د دغه مرکز د جوړولو له بشپړېدو سره د سیمې اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب ځای برابر شوی دی.
دغه مرکز په داسې حال کې جوړ شوی چې د افغانستان روغتیايي نظام له جدي ستونزو او کمښتونو سره مخ دی.
په تېرو پنځو کلونو کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د روغتیا په برخه کې ستونزې زیاتې شوي دي او محدودیتونو او د مالي ملاتړ کمښت هم په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغېز کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








