TOOSnews
اعلان
طالبانو له یوې جاپاني موسسې سره د دوه میلیونه ډالرو د هوکړه‌لیک د لاسلیک خبر ورکړ.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو له یوې جاپاني موسسې سره د دوه میلیونه ډالرو د هوکړه‌لیک د لاسلیک خبر ورکړ.

۱۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې له جاپاني «پي اېم اېس» موسسې سره یې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا هوکړه‌لیک د اوبو د سرچینو د مدیریت او پراختیا او د ننګرهار ولایت په سپین‌غر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د پروژو د پلي کولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د اعلامیې له مخې، په دغو پروژو کې د ۱۰ کوچني بندونو، ۳ تالابونو، ۳ سربندونو، ۳ کانالونو جوړول او د یوه کارېز بیا رغول شامل دي. ټاکل شوې چې دغه پروژې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د دغو پروژو موخه د موسمي سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو د مدیریت ښه والی او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د ظرفیت لوړول دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.