TOOSnews
اعلان
طالبانو له واشنګټن سره د ښو اړیکو او په افغانستان کې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو له واشنګټن سره د ښو اړیکو او په افغانستان کې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دغه ډله غواړي د جګړې د دورې سیاستونه بدل او له متحده ایالاتو سره ښې او مثبتې اړیکې ټینګې کړي. هغه ټینګار کړی چې طالبان په اوسنیو شرایطو کې له واشنګټن سره د یوه متفاوت ډول اړیکو د رامنځته کولو په لټه کې دي.

مجاهد دا څرګندونې له امریکا سره د طالبانو د اړیکو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي. د نوموړي په وینا، هغه سیاستونه او تګلارې چې د جګړې له دورې سره تړاو لري، باید بدلې شي او داسې زمینه برابره شي چې د دواړو لورو ترمنځ مثبتې او رغنده اړیکې رامنځته شي.

د طالبانو ویاند همداراز ویلي چې دغه ډله غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت خپل فعالیت بېرته پیل کړي. هغه زیاته کړې چې طالبان په واشنګټن کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه هم کوي، څو د دواړو لورو ترمنځ د عادي دیپلوماټيکو اړیکو د ټینګېدو لپاره زمینه برابره شي.

د مجاهد څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ دیپلوماټيکې اړیکې لا هم له ګڼو محدودیتونو او ننګونو سره مخ دي. طالبانو په وروستیو کلونو کې په وار وار ټینګار کړی چې له بېلابېلو هېوادونو سره تعامل او له نړیوالې ټولنې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو رامنځته کول اړین دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.