TOOSnews
اعلان
طالبان: دكاري ويزو په نوم د خلكو دوكه كوونكي شركتونه به تعقيب شي.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: دكاري ويزو په نوم د خلكو دوكه كوونكي شركتونه به تعقيب شي.

۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ترکیې او نورو هېوادونو لپاره د کاري ویزو د غیرقانوني صدور او تور بازار په تړاو یې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو استازي او مسئولین احضار کړي دي. د وزارت په وینا، په کابل کې د یادو شرکتونو استازو ته استعلامونه سپارل شوي او د هغوی فعالیتونه تر پوښتنې لاندې نیول شوي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، له حاضرو شویو استازو څخه یې لیکلې ژمنې اخیستي چې د کاري ویزو په برخه کې به له خلکو پیسې نه اخلي، د شکایتونو په څېړنه کې به له وزارت سره همکاري کوي او هېڅ ډول غیرقانوني فعالیت به نه ترسره کوي.

د طالبانو د کار وزارت ټینګار کړی چې د کاري ویزو په برخه کې د تور بازار د مخنیوي لپاره به جدي اقدامات وکړي او ټولې سرغړونې به تعقیب شي. د وزارت چارواکو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د شکایتونو د ثبت لپاره به ځانګړې لارې فعالې وي او د تورنو کسانو دوسیې به اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

طالبانو له خلکو غوښتي چې د جعلکارۍ او درغلیو ښکار نه شي او خپل اسناد او پیسې دې هېڅ شخص، شرکت یا نامعلوم ادرس ته نه سپاري. د خبرپاڼې له مخې، مشکوکې پېښې دې له قانوني مراجعو سره شریکې شي څو د کاري ویزو په نوم د خلکو د غولولو مخه ونیول شي.

په دې وروستیو کې داسې اندېښنې زیاتې شوي چې په افغانستان کې د ترکیې، پاکستان او ایران ویزې په تور بازار کې په زرګونو ډالرو پلورل کېږي. همداراز پر یو شمېر سیاحتي شرکتونو نیوکې شوي چې د کاري ویزو په نوم یې له خلکو پیسې اخیستي، خو ژمنه شوي خدمات یې نه دي وړاندې کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.