په سند کې د افغان زده کړیالانو د ویزو د اعتبار پای؛ په پاکستان کې د نیولو او ایستلو اندېښنې.
عبدالجبار تخاري، په کراچۍ کې د طالبانو سرقونسل، وايي چې د پاکستان په سند ایالت کې د افغان محصلینو د ویزو اعتبار پای ته رسېدلی، خو تر اوسه هغوی له جدي ستونزو سره نه دي مخ شوي. هغه په ورته وخت کې خبرداری ورکړی چې د پاکستان په نورو ایالتونو کې افغان محصلین د معتبرې ویزې د نه لرلو له امله د نیول کېدو او له هېواده د ایستلو له خطر سره مخ دي.
تخاري د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، په یوه ویډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت تر اوسه په سند ایالت کې د افغان محصلینو ویزې نه دي تمدید کړي. د هغه په وینا، دې موضوع په پاکستان کې د افغان محصلینو د استوګنې د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړپ دي.
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت امر کړی و چې د چنګاښ له ۱۹مې نېټې وروسته ټول هغه افغان اتباع چې د پاکستان معتبره ویزه نه لري، ونیول شي. دغه پرېکړه د اسلاماباد د نوې پالیسۍ یوه برخه بلل شوې چې له قانوني اسنادو پرته د بهرنیو وګړو پر وړاندې د اقداماتو لپاره جوړه شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستاني امنیتي ځواکونو په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ، چې پکې خبریالان او محصلین هم شامل دي، زیاته کړې ده. په پاکستان کې یوې سرچینې ویلي چې اوس مهال یو شمېر افغان خبریالان او محصلین چې په اسلاماباد کې د استوګنې اسناد نه لري، په بند کې دي.
سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستان پولیسو د پنجاب ایالت په ملتان سیمه کې ۱۳ افغان ډاکټران او یو د طب محصل نیولي او د ایستلو مرکز ته یې لېږدولي دي. د دغو معلوماتو له مخې، دغو کسانو شاوخوا یو کال مخکې د ویزې د تمدید غوښتنه ثبت کړې وه، خو تر اوسه یې د پاکستاني چارواکو له لوري هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پاکستان یو شمېر افغان ډاکټران د بند تېرولو وروسته افغانستان ته ستانه کړي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له وروستۍ پرېکړې وروسته له دغه هېواد څخه وغوښتل چې هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي، له ایستلو څخه وساتي او د هغوی وضعیت د بشري ملاحظاتو په پام کې نیولو سره وڅېړي.
نړیوالو سازمانونو هم څو ځله خبرداری ورکړی چې د ځینو افغان وګړو، لکه خبریالانو، د پخواني حکومت کارکوونکو، پخوانیو امنیتي ځواکونو او د ښځو د حقونو فعالانو بېرته ستنول افغانستان ته، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، هغوی له جدي خطرونو سره مخ کولی شي.
ایکواله:سلیمه آریایي








