TOOSnews
اعلان
د طالبانو د عدلیې وزارت: په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه د «امارت» ملکیت وګرځېده.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د عدلیې وزارت: په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه د «امارت» ملکیت وګرځېده.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په خوست ولایت کې یې ۱۵۱ جریبه ځمکه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده. د دغه وزارت په وینا، دا اقدام د ځمکې د ملکیت اړوندو اسنادو او مدارکو له څېړنې وروسته ترسره شوی دی.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ځمکې اسناد د «مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې» له خوا ارزول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ځمکه د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ په باري کلي کې موقعیت لري. طالبانو ویلي چې د قضیې څېړنه د اسنادو، مدارکو، د ملکیتونو د ثبت دفترونو او د اړوندو ادارو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت زیاته کړې چې د دې ډلې ځانګړې محکمې د اړینو څېړنو له بشپړېدو وروسته د ۱۵۱ جریبه ځمکې د نیولو حکم صادر کړی او هغه یې د دولت په واک کې ورکړې ده.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د هغو ځمکو د څېړنې او بېرته ترلاسه کولو بهیر پیل کړی چې د دوی په باور غصب شوې دي. په همدې چوکاټ کې، تر اوسه د طالبانو اړوندو ادارو له خوا د یو شمېر ځمکو او ښارګوټو د نیولو خبرونه ورکړل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.