د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد اعلان کړی چې د دې ډلې مشر هبتالله اخوندزاده د یوه حکم په صادرولو سره د طالبانو ۲۱ تنه چارواکي په قضايي، مالي، اقتصادي، امنیتي او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په برخو کې بدل او نوي ټاکلي دي.
د طالبانو د ویاند د معلوماتو له مخې، محمدګل صیاد، چې مخکې د کندهار د پوځي زون د نظامي محکمې رئیس و، د سترې محکمې د نظامي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. همداراز سردار محمد ابوالفیضان، د سترې محکمې پخوانی نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتاء د عمومي ریاست لپاره او خیرجان خیرخواه، د مرکزي دارالافتاء پخوانی رئیس، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معین په توګه ټاکل شوي دي.
ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۸مه، د دې نوملړ په خپرولو سره ویلي چې دغه بدلونونه د طالبانو د مشر د حکم له مخې ترسره شوي دي. دا بدلونونه د اداري، قضايي، مالي او امنیتي برخو بېلابېل ځایونه رانغاړي.
د دغه حکم له مخې، نعمتالله حسن، چې مخکې د ښاروالیو د چارو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال و، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی دی. همداراز محمداسحاق صاحبزاده، د عامه ګټو وزارت د رېل پټلۍ پخوانی معین، د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري معین په توګه او عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت پخوانی د عوایدو او ګمرکونو معین، د دغه وزارت د جیولوجیکي سروې د معین په توګه ټاکل شوي دي.
د دغو بدلونونو په دوام کې، محمود شاه زاهد، د دولتي شرکتونو د عمومي ریاست پخوانی مرستیال، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي معین په توګه ټاکل شوی دی. همداراز سیفالدین تائب، د چارو ادارې د عمومي ریاست د دولتي چارو د همغږۍ پخوانی مرستیال، د کندهار د والي د مرستیال په توګه او حسامالدین صابري، د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی معین، د ښاروالیو د چارو د تنظیم عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي مرستیال په توګه ګمارل شوي دي.
د طالبانو مشر همداراز عزیزالرحمن شریف، د کندهار د عامه ګټو پخوانی رئیس، د کانونو او پټرولیم وزارت د تېلو او ګازو د عملیاتي شرکت د رئیس په توګه ټاکلی دی. عبدالله معتصم، د دولتي تېل او ګازو شرکت پخوانی تجارتي رئیس، د دغه شرکت د مالي مرستیال او محمدصادق انقلابي، د کندهار د والي پخوانی مرستیال، د کانونو او پټرولیم وزارت د ساتنې د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
د دې حکم له مخې، سعید احمد شهیدخیل، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت پخوانی نظامي معین، د مرکزي دارالافتاء د عمومي ریاست د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. همداراز شیخ عبدالظاهر د دې ریاست د غړي، عبدالرشید سعید د مرکزي دارالافتاء د عمومي ریاست د اداري مسئول او رحمتالله د سترې محکمې د دارالانشا د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
په قضايي برخه کې، د کابل د پوځي زون د نظامي محکمې د استخباراتو د برخې پخوانی قاضي د کندهار د پوځي زون د نظامي محکمې د رئیس او د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ پخوانی قاضي د کابل د پوځي زون د نظامي محکمې د استخباراتو د برخې د قاضي په توګه ټاکل شوي دي.
ذبیحالله مجاهد همداراز ویلي چې د کندهار ولایت د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې پخوانی رئیس د پکتیکا پوهنتون د رئیس په توګه او د کندهار د علماوو شورا یو پخوانی غړی د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې د رئیس په توګه ټاکل شوي دي. سربېره پر دې، عبدالغفار میوندي د کندهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې ریاست د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








