په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي او پوځي قوماندان، عبدالله سرحدي، له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي چې د بامیان سترې بودا مجسمې یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې «په خپلو لاسونو» ویجاړې کړې دي.
سرحدي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په بامیان کې د دې ډلې پوځي قوماندان و، د بودا د لرغونو مجسمو د ویجاړولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې په لومړي سر کې له مستقیم ځواب ورکولو ډډه وکړه، خو وروسته یې د دې اقدام مستقیم مسئولیت ومانه.
هغه په دې مرکه کې ویلي: «ما په خپلو لاسونو هغه ویجاړه کړه.»
سرحدي د دغو تاریخي اثارو د ویجاړولو په اړه د خپل دریځ په تشرېح کې ویلي: «هر څه چې مو کړي او کوو یې، د الله له لارښوونې او قانون سره سم دي.» هغه زیاته کړې چې طالبان بتان نه پلوري، بلکې ماتوي یې، او له همدې امله د دې اقدام په اړه د پښېمانۍ کوم دلیل نه ویني.
د بامیان سترې بودا مجسمې د ۲۰۰۱ میلادي کال په مارچ میاشت کې، د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، د دې ډلې د مشرانو په امر ویجاړې شوي. دغه اقدام هغه مهال په افغانستان او نړیواله ټولنه کې له پراخو غبرګونونو او غندنو سره مخ شو.
عبدالله سرحدي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه بلل کېده او د دې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې په بامیان کې د طالبانو د والي او پوځي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
د بامیان د بودا مجسمو ویجاړول د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو پېښو څخه او د هېواد له کلتوري میراث او تاریخي اثارو سره د طالبانو د چلند په اړه له جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








