په کندوز او بدخشان کې د ۴۴۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو تریاکو کشف.
په داسې حال کې چې طالبانو څو ځله په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق د «صفر کېدو» خبر ورکړی، د دې ډلې په کندوز کې د پولیسو ویاند د شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د ۴۰۱ کیلوګرامه تریاکو د کشف او ضبط خبر ورکړ. هممهاله، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم په بدخشان کې د ۳۹ کیلوګرامه تریاکو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د سنبلې په اوومه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په بدخشان کې لږ تر لږه څلور کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي. دغه وزارت زیاته کړې چې نیول شوي کسان به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
په همدې حال کې، د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار، له دې ډلې سره د تړلې رسنۍ «رادیو شرطه» سره په خبرو کې وویل چې د کندوز ولایت د چهاردرې او علياباد ولسوالیو په دوو جلا پېښو کې ۴۰۱ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شوي دي. د نوموړي په وینا، لږ تر لږه پنځه کسان هم د دغو پېښو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه راپور خپرېدل په داسې حال کې دي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید صفر ته رسولی دی. دې ډلې د کوکنارو د کښت او نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه بللې ده.
خو بېلابېل راپورونه ښيي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د نشهيي توکو کښت، تولید او قاچاق لا هم دوام لري. په کندوز او بدخشان کې د تریاکو د محمولو کشف په داسې شرایطو کې راپور کېږي چې طالبان د نشهيي توکو اړوندو فعالیتونو د پراخ کمښت ټینګار کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








