د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون، چې د دې ډلې د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ فعالیت کوي، په هلمند ولایت کې د یوه روغتون د جوړولو طرحه د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت تصویب کړې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر (یکشنبې، د وږي ۸مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه روغتون به په ۱۲ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شي او ۲۰۰ بستره به ولري.
د دغه دفتر د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې چې روغتون به په شاوخوا دوو کلونو کې جوړ شي او د بېړنیو خدمتونو، داخله، ارتوپیډي، سترګو، عصبي او رواني ناروغیو، ماشومانو، او نسایي او ولادي څانګې به ولري.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر نه دي ویلي چې د دغه روغتون د جوړولو لګښت به له کومې سرچینې تمویل شي.
په تېرو وختونو کې دې ډلې د بامیان او پنجشېر ولایتونو د کانونو له استخراج څخه ترلاسه شوي عواید په نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه په جنوبي ولایتونو کې د بیارغونې او جوړونې پروژو ته ځانګړي کړي دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د کابل لویدیځ کې د یوه روغتون تجهیزات او امکانات د پلازمېنې ختیځې برخې ته انتقال کړي وو، چې له پراخو نیوکو سره مخ شول او د افغانستان د یوې برخې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو او امکاناتو د لاسرسي د محدودولو په توګه وبلل شول.
لیکواله:سلیمه آریایي








