TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات كې يو وترنر ډاكټر شكنجه او زنداني كړى.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هرات كې يو وترنر ډاكټر شكنجه او زنداني كړى.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې ادعا کوي چې طالبانو په هرات ولایت کې مشهور وترنر ډاکټر محراب‌الدین احمدي، وروسته له هغې سخت وهلی، شکنجه کړی او زنداني کړی چې د خپلې مېرمنې د نیولو پر ضد یې اعتراض کړی و.

د سرچینو په وینا، د ډاکټر احمدي مېرمن تېره چهارشنبه د خپل پلار سره د درملو اخیستو لپاره ښار ته تللې وه، خو د امر بالمعروف اړوند کسانو له لوري نیول شوې ده. ویل کېږي هغې مانتو (هراتي حجاب) اغوستی و، چې په هرات کې دودیز لباس ګڼل کېږي.

سرچینې زیاتوي، کله چې ډاکټر احمدي د خپلې مېرمنې د خوشې کولو لپاره د امر بالمعروف ادارې ته ورغی او د هغې د نیولو پر وړاندې یې اعتراض وکړ، شاوخوا ۱۵ طالب غړو هغه وواهه او شکنجه یې کړ. د ادعا له مخې، نوموړی د سوکانو، لغتو، د ټوپک د قنداق او لمدو لرګیو په وسیله وهل شوی او سخت جسمي ټپونه یې لیدلي دي.

د یوې روغتیايي سرچینې په وینا، د ډاکټر احمدي یوه پښتۍ ماته شوې، د پښې بند یې بې‌ځایه شوی او د بدن په بېلابېلو برخو کې سخت ټپونه او پړسوبونه لري. ویل کېږي، هغه له درملنې وروسته بېرته زندان ته لېږدول شوی دی.

سرچینې دا هم ادعا کوي چې طالبانو هڅه کړې هغه اړ کړي څو داسې سند لاسلیک کړي چې ګواکې په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی، خو نوموړي له دې کاره انکار کړی دی.

د سرچینو په خبره، د ډاکټر احمدي مېرمن او خسر وروسته خوشې شوي، خو نوموړی لا هم د «طالبانو غړو ته د سپکاوي» په تور په بند کې دی.

بل لور ته، سرچینې وايي په هرات کې د ښځو د لباس له امله د نیولو لړۍ دوام لري. که څه هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو او د امر بالمعروف وزارت دا ادعاوې رد کړې، خو سرچینې ادعا کوي چې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۵۰ څخه زیاتې ښځې نیول شوې دي. دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي تېر کال په خپل راپور کې ویلي وو چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د شکنجې او ناوړه چلند بېلابېلې پېښې، لکه وهل ټکول، برېښنايي شاک، جنسي تاوتریخوالی، له خوبه محرومول او نمایشي اعدامونه، ثبت شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.