TOOSnews
اعلان
طالبانو په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره خپله پنځه کلنه ستراتیژي په ډاګه کړه.ث
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره خپله پنځه کلنه ستراتیژي په ډاګه کړه.ث

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو د پراختیا او ښه والي لپاره خپله پنځه کلنه تګلاره په ډاګه کړه. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې دا پروګرام د درملنیزو خدماتو د پیاوړتیا، د روغتیایي مرکزونو د سمبالولو او د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د پاملرنې د ښه کولو په موخه تدوین شوی دی.

د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د درملنیزو مرکزونو پر سمبالښت او د روغتیایي کادرونو پر روزنه ټینګار وکړ او د تېر حکومت پر کړنو یې هم نیوکه وکړه. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي دا ستراتیژي د درملنیزو خدماتو د کیفیت لوړولو لپاره یو مهم ګام وباله، او د اقتصاد وزارت معین عبداللطیف نظري هم وویل چې د دې استراتیژۍ پلي کول کولای شي د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچې په کمولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو چارواکو په دې مراسمو کې په روغتیایي برخه کې د ښځو پر زده کړو او کار شته محدودیتونو ته هېڅ اشاره نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ښځینه کارکوونکو پر کار، زده کړو او تګ راتګ د طالبانو محدودیتونو د اساسي درملنیزو خدماتو وړاندې کول او له ناروغیو سره مبارزه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت او شته محدودیتونو د افغانستان روغتیایي نظام د بحران تر برېده رسولی دی. د دې راپور پر بنسټ، د مالي سرچینو کمښت د ۲۷ روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی او نزدې ۲۹۴ زره کسان یې له لومړنیو درملنیزو خدماتو څخه محروم کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.