د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، خالد حنفي، ادعا کړې چې د ازبکستان په سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونو کې، سره له دې چې دغه ښارونه تاریخي او مذهبي مخینه لري، نن اسلام «یوازې د خلکو پر ژبو پاتې دی». نوموړي د دې وضعیت لامل دا وباله چې د ازبکستان دیني عالمانو د دیني احکامو د عملي کولو مسئولیت حکومت ته سپارلی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ازبکستان د مسلمان اکثریت لرونکی هېواد دی. د اټکلونو له مخې، د دغه هېواد شاوخوا ۹۰ تر ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي، او مذهبي لږکي یې ارتودوکس عیسویان، کاتولیکان، پروتستانان، یهودیان، بهایان او د نورو دینونو پیروان دي.
ازبکستان، چې په وروستیو کلونو کې یې له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي، تر اوسه د طالبانو د امر بالمعروف وزیر دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۰مه، د خالد حنفي د وینا متن خپور کړ. هغه، چې د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال خبرې کولې، خبرداری یې ورکړ چې د ده په وینا، «د دیني احکامو په عملي کولو کې نرمي او سستي» د «الله تعالی د عذاب» لامل ګرځي. هغه ټینګار وکړ چې طالبان به د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لارې دیني احکام عملي کوي.
حنفي همدارنګه وویل چې د دې وزارت محتسبان د افغانستان په ټولو سیمو کې حضور لري. هغه له خلکو وغوښتل چې که کوم څه وویني چې د ده په وینا «منکر» وي، لومړی دې خپله د مخنیوي هڅه وکړي، او که یې مخه نه شي نیولی، نو موضوع دې د دې وزارت محتسبانو ته راپور کړي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې، د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه د نیوکو په غبرګون کې وویل، هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، باید د ده په وینا، د پخواني حکومت پر مهال د بګرام په زندان کې د ښځو بندي کېدل او د بهرنیو ځواکونو حضور هم په یاد ولري.
هغه همدارنګه ادعا وکړه چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د دیني ارزښتونو د کمزوري کولو لپاره منظمې هڅې شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د فرمان له مخې، د خلکو پر ورځني ژوند د څارنې پراخ واکونه لري. په دغو واکونو کې د خلکو د لباس او چلند څارنه، په عامه ځایونو کې د ښځو نیول، د خوراکي توکو، درملو او د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو پلټنه شامله ده.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبانو، د طالبانو د استخباراتو په همکارۍ، د غبرګولي له نیمایي راهیسې په هرات ښار کې د ښځو د نیولو یوه نوې لړۍ پیل کړې ده. دا بهیر په وروستیو اونیو او ورځو کې هم دوام لري، او د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه ښځې نیول شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې، د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۹مه، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لږ تر لږه دوه ګزمه کوونکي موټر د هرات ښار د ۶۴ متره سړک پر غاړه ولاړ وو او یو شمېر ښځې یې ونیولې. د سرچینو په وینا، د دې وزارت موټر له نیول شویو ښځو ډک وو، خو د نیول شویو کسانو دقیق شمېر تر اوسه نه دی معلوم.
لیکواله:سلیمه آریایي








