د طالبانو د هلمند د رسنیو دفتر وایي، په دغه ولایت کې یې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال ۲۰ زره او ۴۴۴ کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي قاچاقي وارداتي او صادراتي توکي نیولي دي.
د طالبانو د هلمند د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۸مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توکي د لښکرګاه ښار، د بهرامچې ولسوالۍ د رباط رېګ سیمې او د ډیورند کرښې اړوندو لارو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو توکو کې ۵۳۵۹ کیلوګرامه انساني درمل، ۳۶۰۰ کیلوګرامه کچالو، ۲۰۲۱ کیلوګرامه رخت، ۲۷۹۰ کیلوګرامه تېل، ۱۱۰۰ کیلوګرامه ګوټکان، ۸۴۸ کیلوګرامه پرزهجات، ۷۵۰ کیلوګرامه بوره، ۴۰۰ کیلوګرامه تمباکو، ۳۰۰ کیلوګرامه وریجې او یو شمېر نور خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي.
طالبانو همداراز ویلي چې ۵۳۰ کیلوګرامه وېښتان یې د صادراتو پر مهال نیولي دي.
د طالبانو د ادعا له مخې، د دغو توکو د قاچاق په تړاو ۲۰ کسان له ۱۵ موټرو سره نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شویو توکو د مبدا یا صادرونکي هېواد په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې تر دې وړاندې هم د بهرامچې له لارې پاکستان او افغانستان ته ورته توکي په قاچاقي توګه انتقالېدل.
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له خنډونو سره مخ ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د محدودیتونو له امله یو شمېر کسان د اړتیا وړ توکو د قاچاقي لېږد هڅې کوي.
لیکوال:سعید سمیر








