TOOSnews
اعلان
تهران: له افغانستان څخه د ایران حقابه زموږ د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په سر کې ده.
نړۍټوس نیوز

تهران: له افغانستان څخه د ایران حقابه زموږ د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په سر کې ده.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، له افغانستان څخه د ایران د اوبو حق د تهران د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري او له طالبانو سره د دغه هېواد په اړیکو کې یوه «ثابته، حیاتي او ستراتیژیکه» موضوع بلل کېږي. هغه وویل، دا موضوع د دواړو لورو ترمنځ په ټولو لیدنو او دیپلوماټیکو اړیکو کې مطرح کېږي.

بقایي د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۹مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اوبو موضوع د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یوازې یوه تخنیکي مسئله نه ده، بلکې یوه «برخلیک ټاکونکې» موضوع ده او په دوامدار ډول د دغه هېواد د بهرني سیاست د په اجنډا کې شامله ده. هغه ټینګار وکړ چې تهران دا موضوع په جدي توګه تعقیبوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې له افغانستان څخه د خپل هېواد د اوبو د حق ترلاسه کول د تهران د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په سر کې ده او د دواړو لورو ترمنځ په مذاکراتو او دیپلوماټیکو تګ راتګونو کې په دوامدار ډول تعقیبېږي. هغه وویل، د دې موضوع په اړه مشورې او خبرې لا هم دوام لري.

بقایي همداراز په روان اوبیز کال کې د ایران د خپل ابو حق د ترلاسه کولو په برخه کې د «ملموس پرمختګونو» خبر ورکړ او ویې ویل چې د اوبو اړوندو ژمنو د بشپړ پلي کېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي او سیاسي خبرې دوام لري. هغه د دغو پرمختګونو د کچې او جزییاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

په وروستیو کلونو کې د هلمند سیند د اوبو پر حق اختلاف د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ په یوه مهمه موضوع بدل شوی دی. ایراني چارواکو څو ځله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تړون د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې ده؛ په مقابل کې، طالب چارواکو د اوبو کمښت او وچکالي د ایران پر لور د اوبو د جریان د کمېدو له مهمو لاملونو څخه بللي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.