TOOSnews
اعلان
د افغانستان پاسپورټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۳ درجې لوړ شو.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان پاسپورټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۳ درجې لوړ شو.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان کړی چې د افغانستان پاسپورټ په تازه نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۳ درجې لوړ شوی دی. د دې ریاست په وینا، دغه بدلونونه د پاسپورټ د خدمتونو په بهیر کې د اصلاحاتو او نويو پرمختګونو له امله رامنځته شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په ۱۱۶م مقام کې و، خو اوس ۱۰۳م مقام ته لوړ شوی دی. یاد ریاست د افغانستان د پاسپورټ د مقام ښه کېدل په نړیواله کچه یو پرمختګ بللی دی.

د «هینلي اېنډ پارټنرز» شاخص، چې هر کال د نړۍ پاسپورټونه د نړیوالو معیارونو او د سفر د اسانتیاوو پر بنسټ درجه‌بندي کوي، د افغانستان دا پرمختګ په نړیواله درجه‌بندۍ کې د ښه والي نښه ګڼلې ده.

د هینلي شاخص د نړۍ له معتبرو ارزونې سیسټمونو څخه شمېرل کېږي، او د دې درجه‌بندي د هغو هېوادونو د شمېر پر بنسټ ترسره کېږي چې د پاسپورټ لرونکي یې کولای شي پرته له ویزې یا د رسېدو پر مهال ویزې سره ورته سفر وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.