د افغانستان د آزادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دې جبهې ځواکونو پر کندز هوايي ډګر راکټي برید کړی. تر اوسه د دغه برید د دقیق وخت، د اوښتو زیانونو یا احتمالي مرګژوبلې په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي او د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې د آزادۍ جبهه د کندز پر هوايي ډګر د برید ادعا کوي. دې جبهې تر دې وړاندې د زمري په ۹مه اعلان کړی و چې په دغه هوايي ډګر کې یې د طالبانو چورلکې په نښه کړي دي.
مخکې سرچینو ویلي وو چې د کندز په هوايي ډګر کې د طالبانو د ځواکونو تجمع د برید هدف ګرځېدلې وه. د دغو سرچینو په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه ځواکونه په چورلکو کې بدخشان ولایت ته انتقال شي.
هممهاله، باوري سرچینو د چهارشنبې په ورځ د بدخشان ولایت په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو او د آزادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ د څو ساعته نښتې خبر ورکړی.
داوود ناجي اعلان وکړ چې طالبانو د آزادۍ جبهې پر پوستو برید کړی او نښته شاوخوا څلور ساعته روانه وه. هغه همداراز ادعا کړې چې د آزادۍ جبهې ځواکونو په دې نښته کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
د آزادۍ جبهې او له هغې سره د نږدې سرچینو له خوا شوې ادعاوې تر اوسه په خپلواک ډول نه دي تایید شوي، او طالبانو هم د دغو پېښو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








