د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اېرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لپاره د چمتووالي په موخه د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، ملي لوبډله به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په برمنګهم کې د تمریناتي کمپ له لارې خپل چمتووالي ته دوام ورکړي، څو د سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي به د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته اېرلنډ ته سفر وکړي. ټاکل شوې د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د اګست په پنځمه نېټه د اېرلنډ په بریډي لوبغالي کې ترسره شي.
کرکټ بورډ وایي، دا لړۍ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د چمتووالي مهمه برخه ګڼل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








