د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د کډوالو، بېرته ستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو کسانو او د کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره پر خپل ژمنتیا ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې د نړیوالو ادارو په همغږۍ سره به د معیشتي پروګرامونو او دوامدارو حللارو ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه اتحادیه وايي چې اصلي هدف یې د افغانستان له وګړو سره مرسته ده څو خپل ژوند د عزت او انساني کرامت سره بېرته جوړ کړي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان سره په نږدې همکارۍ کې د بشري مرستو او د افغانانو لپاره د ملاتړ پروګرامونه دوام لري. په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د خلکو پر عاجلو او اوږدمهالو اړتیاوو ته رسېدنه لا هم په لومړیتوب کې ده.
اروپایي اتحادیې همدارنګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر توانمندسازۍ ټینګار کړی او دا یې د خپلو ملاتړیزو پروګرامونو له مهمو محورونو څخه بللی دی. د دې اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د اکتډ مؤسسې او د اې سياف بنسټ په همکارۍ په بدخشان ولایت کې د مهارتونو د لوړولو او اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو پروګرامونه پلي کېږي.
دغه اتحادیه زیاتوي چې ښځو او نجونو ته د زدهکړې، مسلکي او اقتصادي فرصتونو برابرول د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او د محلي ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا د هڅو یوه برخه ده. همدارنګه ټینګار شوی چې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د وضعیت ترڅنګ د ښځو او نجونو ملاتړ د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د مرستو له اساسي لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








