TOOSnews
اعلان
د امریکا او ایران ترمنځ  ۶۰ ورځنی هوکړه‌لیک د وروستي تایید لپاره د ټرمپ د موافقې په انتظار کې.
نړۍټوس نیوز

د امریکا او ایران ترمنځ ۶۰ ورځنی هوکړه‌لیک د وروستي تایید لپاره د ټرمپ د موافقې په انتظار کې.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د رسنیو راپورونه ښيي چې متحده ایالات او ایران د اوربند د غځولو لپاره یوې لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا تر اوسه وروستۍ تایید نه دی ورکړی.

دا خبر د پنجشنبې په ورځ لومړی د اکسیوس وېب‌پاڼې د امریکايي چارواکو له قوله خپور کړ، او څو ساعته وروسته رویټرز او فرانس‌پرس خبري اژانسونو هم د خپلو سرچینو له مخې تایید کړ. د امریکا ولسمشر او ایراني چارواکو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د اکسیوس د راپور له مخې، دواړو لورو د ۶۰ ورځني تفاهم‌لیک پر سر موافقه کړې، څو اوربند وغځول شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل شي؛ خو دا طرحه لا هم د ټرمپ وروستي لاسلیک ته اړتیا لري.

یو امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې ولسمشر منځګړو ته خبر ورکړی چې «غواړي د دې پرېکړې په اړه څو ورځې فکر وکړي.»

دا راپورونه څو ساعته وروسته له هغه خپاره شول چې ایران، د امریکا د هغو بریدونو په غبرګون کې چې واشنګټن یې «د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو عملیات» بللي، په کوېټ کې د امریکا یوه هوايي اډه په نښه کړه. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې دغه توغندی شنډ او راوغورځول شوی.

د اکسیوس له خوا د دې خبر تر خپرېدو وروسته، د تېلو بیې چې مخکې لوړې شوې وې، بېرته راکمې شوي.

ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي چې د جګړې پای ته رسېدل نږدې دي، خو د چهارشنبې په ورځ یې د کابینې په غونډه کې وویل چې لا هم د مذاکراتو له بهیر څخه خوښ نه دی، او امریکا د بندیزونو د کمولو او د ایران د کنګل شویو مالي سرچینو د ازادولو په اړه خبرې نه کوي؛ هغه څه چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي یې غوښتنه کوي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.