TOOSnews
اعلان
له هرات څخه عراق ته د جامو لومړنۍ جوپه صادره شوه.
اقتصاديټوس نیوز

له هرات څخه عراق ته د جامو لومړنۍ جوپه صادره شوه.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هرات د سوداګرۍ خونه وایي، چې د هرات ولایت د جامو تولیدوونکو د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د جامو یوه لویه سوداګریزه جوپه صادره کړې ده.

د معلوماتو له مخې، په دې صادراتي جوپه کې شاوخوا ۲۰ زره جوړې جامې شاملې دي، چې د ښځو او ماشومانو لپاره په بېلابېلو طرحو او اندازو کې تولید شوي دي. د سوداګرۍ خونې په وینا، دا اقدام د هرات د کورني تولید د ودې او په بهرنیو بازارونو کې د اعتبار موندلو په لور مهم ګام بلل کېږي.

مسوولین زیاتوي چې د دې ډول صادراتو پراختیا کولی شي د محلي تولیدوونکو اقتصاد پیاوړی کړي او د افغانستان تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسوي، په ځانګړي ډول د منځني ختیځ هېوادونو ته.

ویل کېږي چې د هرات د جامو تولیدوونکي هڅه کوي په راتلونکي کې نور هم خپل صادرات زیات کړي او نوي بازارونو ته لار پیدا کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.