د طالبانو د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینه به د پنجشنبې په ورځ په کابل ولایت کې پیل شي.
یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۳مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کابل کې د کانکور ازموینې د ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر بشپړ شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، له هغو ګډونوالو چې تر اوسه یې د بایومټریک ثبت پروسه نه ده بشپړه کړې، غوښتنه شوې چې د دې بهیر د ترسره کولو لپاره کابل پوهنتون ته مراجعه وکړي.
د ازموینو ملي ادارې ویلي چې د بایومټریک معلوماتو ثبت د کانکور ازموینې د شفاف، دقیق او منظم ترسره کېدو په موخه ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل عمومي کانکور ازموینه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره شي او زرګونه ګډونوال به پکې برخه واخلي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو محدودیتونه لا هم دوام لري. د موجوده پالیسیو له مخې، نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو او همدارنګه په پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو محرومې دي او د کانکور ازموینې د ګډون اجازه نه لري.
په وروستیو کلونو کې د دغو محدودیتونو دوام د نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د زده کړو د فعالانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. دغو بنسټونو او فعالانو څو ځله غوښتنه کړې چې د افغانستان د ټولو وګړو لپاره د زده کړو او لوړو زده کړو زمینه برابره شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








